کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د عدلیې وزارت وایي، د کابل حقوقو ریاست د نوي سرپرست حکومت له واکمنۍ راهیسې ۲ زره ۱۴۳ کورنیو قضیو ته رسېدنه کړې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان سرپرست حکومت د واکمنۍ له پیل راهیسې د کابل حقوقو ریاست دوه زره ۱۴۳ کورنیو قضیو ته- چې د تفریق، طلاق، مهرغوښتنې، نفقې غوښتنې، حضانت، له کوژدې انصراف او برخلیک ټاکل او نور په کې شامل دي- رسېدنه کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دغو قضیو ۴۹۰ د تفریق، ۳۴۱ د طلاق، ۱۹۵ د مهر غوښتنې، ۱۹۷ د نفقې غوښتنې، ۱۰۲ د حضانت، ۱۵۳ له کوژدې د انصراف او ۲۶۸ نورې د برخلیک ټاکلو دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، له دې جملې ۵۶۱ قضیې محکمې ته استول شوې، ۷۶۱ قضیې حفظ شوې او ۱۷۴ نورې قضیې د دواړو لورو ترمنځ د مصالحې پر اساس حل او فصل شوې دي.
عدلیې وزارت دا هم ویلي چې دغه ریاست ۵۶ قضیې د محکمې له وروستۍ پرېکړې وروسته تطبیق کړې او ۲۵۷ نورې قضیې یې اړوندو ادارو ته استولې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، اوس مهال ۳۳۴ نورې قضیې د کابل ولایت حقوقو په ریاست کې تر دوران لاندې دي.
Views: 37