Pajhwok Afghan News

له کندهاره د څه باندې ۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي

کندهار (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۱): په کندهار کې د انګورو د حاصلاتو له ټولولو سره جوخت یې صادرات هم پای ته رسېدلي او سږ کال د څه باندې ۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۵زره ټنه انګور بهر ته صادر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، سږ کال که څه هم د انګورو د صادراتو پر وړاندې کوم لوی خنډ نه و خو دا چې په لومړیو کې وچکالۍ او وروسته بې موسمه اورښتونو او سېلابونو د انګورو باغونو ته درانه زیانونه واړول، د دغې مېوې حاصلات او صادرات دواړه کم شول.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال له کندهاره بهر ته ۱۵زره ۲۸۲ ټنه انګور صادر شوي چې ټولیز ارزښت یې ۸ میلیونه ۹۹زره ۶۰ امریکايي ډالر کېږي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال د انګورو حاصلات کم وو چې له امله یې صادرات هم کم شول، د کال په شروع کې وچکالۍ او ورسته بیا بارانونو او سېلابونو انګور خراب کړل چې د بڼوالو ترڅنګ یې د تازه مېوې سوداګر هم زیانمن کړل.»

دی وايي، په تېر ۱۴۰۰ لمریز کال کې بیا له دغه ولایته یوازې ۷زره ټنه انګور بهر ته صادر شوي وو؛ ځکه په دغه کال کې سختې جګړې وې او لارې هم تړلې وې.

د ده په خبره، په ټوله کې د تېرو کلونو په پرتله تېر او سږ کال بهر ته د انګورو د صادراتو کچه کمه شوې چې د اندېښنې وړ ده.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم وایي، سږ کال د وچکالۍ او وروسته د بې موسمه اورښتونو او سېلابونو له امله د انګورو ۵۰ سلنه حاصلات له منځه تللي دي.

د دغه ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس‌الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د کندهار د انګورو د حاصلاتو کچه ۱۴۰زره ټنه ده خو تېر کال دغه اندازه ۲۹۰زره ټنه وه.

ده زیاته کړه: «سږ کال د بې وخته اورښتونو او سېلابونو له امله په کندهار کې ۱۴۱ مېوه‌لرونکي باغونه – چې ډېر یې د انګورو وو – په داسې حال کې زیانمن شول چې وار له مخه وچکالۍ ځپلي وو.»

بلخوا د تازه مېوې سوداګر هم وایي، سږ کال درانه زیانونه ور اوښتي چې په کلونو یې نه شي جبرانولای.

د انګورو یوه سوداګر حاجي شاه‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال یې په ۵ میلیونه افغانۍ د انګورو باغونه اجاره کړي وو څو بهر ته یې صادر کړي، خو ۳ میلیونه افغانۍ یې هم نه دي ورباندې جوړې کړې.

ده زیاته کړه: «سږ کال مې په ۵۰ لکه افغانۍ د انګورو باغونه اجاره کړي وو خو تر نیمايي ډېر باران خراب کړل، سخت یې تاواني کړم، ان ۲۵ لکه افغانۍ مې هم نه دي ورباندې جوړې کړي.»

د انګورو بڼوال بیا وایي، سږ کال تر بل هر چا بڼوالو درانه زیانونه لیدلي دي.

د پنجوايي ولسوالۍ یو بڼوال عبدالنافع وایي، سږ کال، هغه مهال چې بڼوالو خپل د انګورو باغونه په اجاره ورکول، اورښتونه نه وو خو وروسته بیا بارانونه وشول چې انګور یې خراب کړل.

ده زیاته کړه: «موږ ټول تاوانیان شوي یو، خو بڼوال ډېر تاوانیان شوي دي؛ ځکه د اکثره اجاره‌کوونکو تاوان د باغونو مالکانو یووړ.»

د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په کندهار کې پر څه باندې ۲۰زره هکتاره ځمکه د انګورو باغونه جوړ شوي چې لسګونه ډولونه او په نړۍ کې ښه شهرت لري.

پنجوايي، ژېړۍ، میوند، ډنډ او ارغنداب د کندهار له هغو ولسوالیو دي چې تر ټولو ډېر انګور لري او دغه انګور د پاکستان ترڅنګ هند، متحده عربي اماراتو او ځینو اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

Views: 174

Exit mobile version