Pajhwok Afghan News

د جوزجان ځیني اوسېدونکي دغه لایت کې د سړکونو له خرابوالي شکایت لري

شبرغان (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د جوزجان ولایت د قرقین او خماب ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې په خپلو سیمو کې د سړکونو خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ دي او تېرو حکومتونو دې برخې ته پاملرنه نه ده کړې.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او ژر تر ژره لاس په کار شي.

د قرقین ولسوالۍ اوسېدونکی حفیظ‌الله وايي، د دغې ولسوالۍ او مرکز ترمنځ لاره تر ډېره پر رېګونو پوښلې چې دوی سم تګ را تګ پرې نشي کولای؛ دغه لار چې د موټر د یو ساعت لاره ده، ځیني وخت یې سفر پرې تر څلورو ساعتونو ډېر اوږدېږي.

هغه زیاتوي، هغو څو ځله د خپل سړک د بیارغولو لپاره مسوولینو ته ورغلي، خو تر اوسه هیڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی.

نوموړي زیاته کړه: «د ولسوالۍ په کلینیک کې د متخصص ډاکټرانو د کمښت له امله مو څو ځله خپل ناروغان چې د درملنې لپاره به مو مرکز ته لېږدول، خو د لارې د خرابوالي او په رېګونو کې د موټر د بندېدو له امله مو ناروغ روغتون ته له رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د جوزجان د خماب ولسوالۍ اوسېدونکی خدای نظر نطري هم د دغې ولسوالۍ د سړکونو له خرابوالي شکایت لري او تېر حکومت د سړکونو د جوړولو او ترمیم په برخه کې پر بې پروايۍ تورنوي.

هغه وايي: «هغه موټر چې کمک‌دار نه وي، د ډېرو رېګونو له امله پر دغه لار نشي تللای او که ولاړ هم شي په لاره کې بند پاتې کېږي چې دا موږ ته ډېره سخته ده؛ څو ورځې مخکې ما خپله یو ناروغ درلود او غوښتل مې مرکزي روغتون ته یې ولېږدوم، د لارې خرابوالي له امله موټر په رېګ کې بند شو او ناروغ مې ژوند له لاسه ورکړ.»

نوموړی له سرپرست حکومته غواړي چې د یادې ولسوالۍ د سړکونو د جوړولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې، د جوزجان ولایت د مقام د دفتر رییس استاد محمدمجاهد د دغه ولایت د قرقین او خماب ولسوالیو د لارو خرابوالی مني او وايي، دوی هڅه کوي چې دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نوموړي څرګنده کړه، د دغو دوو ولسوالیو د خامو سړکونو ستونزه یې په مرکز کې له مسوولینو سره شریکه کړې څو په پاخه او اساسي ډول جوړولو په برخه کې یې اقدام وشي.

Views: 10

Exit mobile version