ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلورو ولایتونو کې له زرګونو کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د مرستو وېشل پيل شو

څلورو ولایتونو کې له زرګونو کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د مرستو وېشل پيل شو

author avatar
26 Oct 2022 - 18:19
څلورو ولایتونو کې له زرګونو کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د مرستو وېشل پيل شو
author avatar
26 Oct 2022 - 18:19

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): مسوولین وايي، په پکتیا، ميدان وردګو، غزني او پروان کې له ۵۴زره ۷۲۵ کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرې د مرستې وېشل پیل او غور کې له ۵۰۰ کورنيو سره د لمریزې برېښنا د تولید وسایلو مرسته وشوه.

په پکتیا کې د ناروې کمېټې ولايتي مسوول رحمت‌لله پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د پکتيا په مرکز او ١٢ ولسواليو کې پر ۱۵۰۰۰ بزګرانو د اصلاح شوو تخمونو او کيماوي سرې د مرستې وېش لړۍ پيل شوه چې په يوه اونۍ کې به پای ته ورسېږي.

نوموړی وايي، په دې مرسته کې هر بزګر ته ۵۰ کيلوګرام د غنمو تخم، ۵۰ کيلوګرام توره او ۵۰ کيلوګرام سپينه سره وېشل کېږي.

له بلې خوا، د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان(FAO)  له خوا نن د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې له ۹۲۵ بزګرو سره د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست پژواک اژانس ته په رالېږلې خبرپانه کې ویلي، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه او ۵۰ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره ورکړل شوه.

همداراز د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې نن (چهارشنبه) د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ له ۸۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم، تورې او سپينې کیمیاوي سرې مرسته وکړه.

د سالنګ ولسوال ضیا‌ءالرحمن فاروقي وایي، هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره ووېشل شول.

د يوه بل خبر له مخې، په غزني کې پر ۳۸زره کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه.

چارواکي وايي، پر کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې وېش د کرنې او مالدارۍ ریاست په لارښوونه د ECO موسسې په مالي ملاتړ د ناروې کمېټې له لوري تر سره کېږي.

په غزني کې د ناروې کمېټې ولایتي مسوول نوید پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز او ۱۸ ولسوالیو پر کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه چې موخه یې د وچکالۍ د اغېزو مخنیوی دی.

هغه زیاته کړه، د غنمو د اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې د وېش لړۍ د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ له ۴ زرو کروندګرو پيل شوه چې هر یوه ته یې ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه او ۵۰ کیلوګرامه توره سره ووېشل شول.

دی وایي، کروندګرو ته ورکړل شوی د غنمو اصلاح شوی تخم له مقاومو تخمونو دی چې په مني او پسرلي دواړو موسمونو کې د کرلو وړ دي.

نوموړي خبر ورکړ چې دا لړۍ نورو ولسوالیو ته هم غځوي او ترڅنګ یې پلان لري پر کروندګرو د سبو اصلاح شوي تخمونه، د چنجیو ضد زراعتي درمل، د کرنې وسایل (بېلونه، پنجه‌کش، د لو لورونه) او پر مالدارانو د څارویو لپاره خوراک (دانې، بوس او کنجاړه) هم ووېشي.

د غزني د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالمنان اکرام وايي، دا مرسته به کروندګر او مالداران د دې جوګه کړي چې ښه حاصلات ولري.

له بل لوري، د غور سیمه‌ییز چارواکي په دغه ولایت کې ۵۰۰ کورنیو ته د لمریزې برېښنا د تولید وسایلو د وېش خبر ورکوي.

د دغه ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مطبوعاتي مسوول محمدعيسى اقبالي پژواک اژانس ته وويل، نن (د لړم ٤مه) د ٥٠٠ کورنيو چې هرې یوې ته دوې سولري تختې له چوکاټونو سره، دوې بټرۍ د لرګیو له بکس سره، پنځه ګروپونه او هولډرونه، دوه ساکټونه، د برېښنا مزي، چارجر او همدارنګه د دغو توکو د لېږدولو لپاره ۳۰ امریکایي ډالر ورکړل شوي دي.

هغه وايي، دغه مرستې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا د دغه ولايت د کډوالو چارو، اقتصاد او سيمه‌ييزې ادارې په همغږۍ وېشل شوې دي.

عبدالرحیم یو له اړو کورنیو دی چې د دغه مرستو له وېش څخه خوښي څرګندوي او وايي: «دا ډېره ښه مرسته ده؛ موږ ته برېښنا راځي، خدای دې دوی ته خیر ورکړي.»

دغه برېښنایي توکي په داسې حال کې اړو کورنیو ته وېشل کېږي چې اوسمهال د یو کیلوواټ دولتي برېښنا بیه له ۳۵ تر ۴۰ افغانیو ده او د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي یې د ورکولو توان نه لري.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.