کندهار (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۱): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP په مالي لګښت او د کندهار د کډوالو موسسې/ KRO په تخنیکي همکاري یو چیک ډیم جوړ شو.
د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس ملا عبدالجبار حکمت پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه چیک ډیم د سپین بولدک ولسوالۍ په اخترزو کلي کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه، دغه چیک ډیم ۱۷۰ متره اوږدوالی، ۷ متره جګوالی او ۳۲ متره سور لري چې د ۴۵۰ متره مکب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري.
دی وايي، له دغه چیک ډیم څخه به ۳۹۸ کورنۍ په مستقیمه او ۲ زره ۷۸۶ کورنۍ په غیر مستقیمه توګه ګټه اخلي.
د کندهار د اقتصاد رییس ملا عبدالسلام بریالی وايي، د اوسني حکومت له راتلو وروسته دا په کندهار کې څلورم چیک ډیم دی چې جوړېږي.
دی زیاتوي، په دغه ولایت کې د مرستندویه ادارو له لوري د ۲۱ نورو بندونو او چیک ډیمونو د جوړولو چارې روانې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ولایتي استازي انجنیر امان الله ترابي وویل، دغه اداره په کندهار کې د ښوونې او روزنې، روغتیا، کرنې او نورو برخو کې ګڼې پروژې پلې کړي او له خلکو سره به یې مرستې روانې وي.
د سپین بولدک د اخترزو کلي یوه سپين ږیري دادمحمد پژواک ته وویل، دا ولسوالي وچکالۍ سخته ځپلي چې د دغه ډول چیک ډیمونو جوړول کولای شي د وچکالۍ اغېزې کمې کړي.
ده غوښتنه وکړه چې د کرنې د ودې په موخه دې د دې ولسوالۍ په نورو کلیو کې هم ورته چیک ډیمونه او بندونه جوړ شي.
Views: 151