Pajhwok Afghan News

د کرکټ د ملي لوبغاړي فضل‌الحق فاروقي د کورنۍ غړي پاکستان ته پر لار ورک شوي دي

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړي فضل‌الحق فاروقي د کورنۍ غړي د سپین بولدک- چمن پر لار پاکستان ته له اوښتو وروسته ورک شوي دي.

فضل‌الحق فاروقي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «زما ماما او کورنۍ یې نادرکه شوي، که چا ته معلومات وشول نو له موږ سره دې اړیکه ونیسي.»

نوموړي غوښتنه کړې چې د کورنۍ د غړو په پیدا کېدو کې دې مرسته ورسره وشي خو په دې اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې د فضل‌الحق فاروقي زرګونو مینه‌والو پر دې پېښې خواشیني ښودلې او د هغه د کورنۍ د ورکو شوو غړو د موندلو په برخه کې د مرستې غږ کړی دی.

«بي‌بي‌سي پښتو» د فاروقي د کورنۍ د یوه غړي- چې نوم یې نه دی ذکر شوی- د معلوماتو له مخې لیکلي چې په نادرکه شوو کسانو کې د هغه ماما، درې خوریونه او خور شامل دي چې له اتو ورځو راهیسې یې په اړه معلومات نشته.

د هغه د کورنۍ د دغه غړي د معلوماتو له مخې، د فاروقي خور د پښتونخوا په هري‌پور کې اوسېدله او شاوخوا اته کاله وروسته افغانستان ته د خپلې کورنۍ غړو لیدو ته ورغلې وه، خو کله چې بېرته پاکستان ته راستنېده، چمن ته له اوښتو وروسته له خپلو درې زامنو او ماما سره نادرکه شوې ده.

د افغانستان او پاکستان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې له افغانستان څخه پاکستان ته د تګ پرمهال ډېرې افغان کورنۍ د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیول کېږي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نظر واخلو خو و نه توانېدو.

د کرکټ د ملي لوبغاړي فضل‌الحق فاروقي د کورنۍ غړي داسې مهال نادرکه کېږي چې هغه د کرکټ ملي لوبډلې له نورو غړو سره یو ځای په اسټرالیا کې د کرکټ د شل اووریز نړۍوال جام په سیالیو کې پر لوبو بوخت دی.

Views: 709

Exit mobile version