کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۱): د ملي دفاع وزارت وايي، په هرات کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو د روغتيايي کارکوونکو پر موټر بريد کې پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت د لړم په ۵مه په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي، نن سهار ناپېژنده وسلهوالو په هرات ښار کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو د روغتیايي پرسونل پر يوه کاسټر موټر برید کړى چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
سرچينې د ټپيانو کره شمېره نه ده په ډاګه کړې، خو ځينو رسنيو بيا د ټپيانو شمېر ١٨ تنه ښودلى دى.
د ملي دفاع وزارت وايي چې دغه ډول بريدونه نه شي کولاى د امنيتي ځواکونو هوډ کمزورى کړي.
بلخوا، د هرات حکومتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې د لړم په لومړۍ نېټه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې پر يوه ټونس موټر چاودنه شوې وه چې په کې درې کسان ټپیان شوي وو.
Views: 65
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن