پل علم (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم، محمداغې، برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې د جګړو له امله د ویجاړو شوو نهو ښوونځیو بیارغونه پیل شوه.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ښوونځي د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICFE له لوري د یوې میاشتې په ترڅ کې د سل زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت بیا رغول کېږي.
هغه زیاته کړه، په دغو ښوونځیو کې د مرکز پل علم اړوند د وزیر کلا د هلکانو، د پورک د نجونو او دادوخېلو د هلکانو، په محمدآغې ولسوالۍ کې د زرغون ښار د نجونو او کارېز سعید د هلکانو، په څرخ ولسوالۍ کې د مولانا یعقوب څرخي د هلکانو او شش کلا د نجونو ، په برهکي برک ولسوالۍ کې د برهکي برک د نجونو او په خروار ولسوالۍ کې د علي جان خېلو د هلکانو ښوونځي شامل دي.
دی وايي، د ښوونځیو په دې بیارغونه کې د ودانیو او ملحقاتو د تخریب شوو او نړېدلو برخو بیا رغول، پلستر او رنګول او هم د دروازو او کړکیو ترمیمول شامل دي چې په دې کار سره به د ۱۲۰۰ نجونو په ګډون ۱۵زره زدهکوونکو ته د زدهکړو ښه چاپېریال برابر شي.
د لوګر اوسېدونکي د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق له لوري د جګړې له امله د ویجاړو شوو ښوونځیو د بیارغونې هرکلی کوي او غوښتنه کوي چې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې دې هم ویجاړ شوي ښوونځي ورغول شي.
د مرکز پل علم یوه اوسېدونکي رحمتالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر جمهوري نظام پر مهال په مرکز پل علم او ځینو ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو لسګونه ښوونځي د جګړو له امله ویجاړ شوي او لسګونه نور یې له سره ودانۍ نه لري.
نوموړي له پوهنې وزارت او یو شمېر نړۍوالو ادارو وغوښتل چې په لوګر کې د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوي ښوونځي بیا ورغوي او هغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې له ستونزو سره مخ دي، باید د لیک لوست لپاره معیاري ودانۍ ورته جوړې کړي.
د یادونې ده، په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۷۶ ښوونځي شته چې له ډلې یې شاوخوا سل ښوونځي ودانۍ نه لري او ۸۰ نور ښوونځي یې هم ترمیم ته اړتیا لري.
Views: 64