کابل (پژواک، ٨ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ د ملي لوبغاړي فضلالحق فاروقي ورور وايي چې د دوى د کورنۍ غړي د پاکستان په کراچۍ ښار کې پوليسو بنديان کړي دي.
شاوخوا لس ورځې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړي فضلالحق فاروقي د کورنۍ غړي د سپین بولدک- چمن پر لار پاکستان ته له اوښتو وروسته ورک شوي وو.
فاروقي هماغه مهال پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي وو: «زما ماما او د کورنۍ نور غړي نادرکه شوي، که چا ته معلومات وشول نو له موږ سره دې اړیکه ونیسي.»
نوموړي غوښتنه کړې وه چې د کورنۍ د غړو په پیدا کېدو کې دې مرسته ورسره وشي خو په دې اړه یې ډېر جزئیات نه وو ورکړي.
په ټولنیزو رسنیو کې د فضلالحق فاروقي زرګونو مینهوالو پر دې پېښې خواشینۍ ښودلې وه او د هغه د کورنۍ ورک شوو غړو موندلو په برخه کې د مرستې غږ کړی و.
خو د فضلالحق فاروقي ورور عطاالرحمن فاروقي د لړم په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى د کورنۍ غړي د پاکستان په کراچۍ ښار کې له پوليسو سره بنديان دي.
هغه وايي چې په نيول شوو کسانو کې يې خور، ماما او درې خوريونه شامل دي.
ده زياته کړه: «دوى څو مياشتې مخکې بغلان ته زموږ او نورو خپلوانو ليدو ته راغلي وو، کله چې یې بېرته غوښتل پاکستان ته خپل کور ته ولاړ شي، د سپين بولدک – چمن پر لار نادرکه شول، اوس يې احوال ترلاسه شو چې دوى د کراچۍ په زندان کې دي.»
فاروقي وايي چې خور يې د خیبر پښتونخوا په هريپور سيمه کې اوسيږي او د پاکستان د حکومت له لوري ورکړل شوى قانوني د کډوالۍ کارت هم لري خو تر اوسه يې جرم معلوم نه دى چې ولې نيول شوي دي.
ده وويل چې په کراچۍ ښار کې د پي ټي اېم يوه غړي کيهان هم ورته ويلي چې د پوليسو په يوه تهاڼه کې يوه ښځه، يو سړى او درې ماشومان لیدلي چې زندانيان دي او ده يې په اړه له پوليسو سره خبرې هم کړې دي.
د افغانستان او پاکستان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې له افغانستانه پاکستان ته د تګ پر مهال ډېرې افغان کورنۍ د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیول کېږي.
د کرکټ د ملي لوبغاړي فضلالحق فاروقي د کورنۍ غړي داسې مهال نادرکه کېږي چې هغه د کرکټ ملي لوبډلې له نورو غړو سره یو ځای په اسټرالیا کې د کرکټ د شل اووریز نړۍوال جام په سیالیو کې پر لوبو بوخت دی.
Views: 473