کلات (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۱): په زابل کې د میرویس نیکه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې چې پنځه ورځې به دوام ولري.
د دغه پوهنتون د ورزش کمېټې مشر پوهنیار محمداسماعیل سایل پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرکټ دا سیالۍ د ښوونې او روزنې، اقتصاد او کرنې پوهنځیو د کرکټ لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې هره لوبډله به دوه- دوه لوبې وکړي.
دی وايي، دا سیالۍ د پوهنتون ریاست په همکارۍ په دې موخه پیل شوې چې محصلین د تحصیل ترڅنګ ورزش ته هم وهڅول شي.
هغه زیاتوي، د سیالیو په پایله کې به ګټونکې لوبډلې ته ډالۍ هم ورکړل شي او له دغه ادرسه به هم د کرکټ یوه پیاوړې لوبډله ولري.
ده یادونه وکړه چې د دغه پوهنتون پوهنځي د والیبال لوبډلې هم لري چې موده مخکې یې د هغوی ترمنځ هم ورته سیالۍ جوړې کړې وې.
د زابل د کرکټ امر محبوب محبت پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د دغه ولایت د کرکټ په معیاري میدانونو کې ترسره کېږي چې په تخنیکي برخه کې دغه امریت همکاري ورسره کوي.
هغه زیاته کړه، د بېلابېلو ادارو له لوري د کرکټ ټیمونو جوړول په دغه ولایت کې د کرکټ د ودې لامل کېږي.
محصلین خوښ دي چې ترمنځ یې د کرکټ سیالۍ جوړېږي او د لا ډېرولو غوښتنه یې کوي.
د میرویس نیکه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورم کال محصل غلام قاهر قاصد پژواک خبري اژانس ته وویل، محصلین اړتیا لري د زدهکړو ترڅنګ ورزش هم وکړي.
نوموړی غوښتنه کوي چې په تعلیمي او اکاډمیکو ادارو کې د زدهکړې او تحصیل ترڅنګ ورزش او لوبو ته ځانګړی پام وشي.
Views: 39