Pajhwok Afghan News

جوزجان کې سږ د تېر کال په پرتله د پیازو حاصلات ۳۸ سلنه ډېر شوي

شبرغان (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۱): د جوزجان ولايت کروندګر سږ د تېر کال په پرتله د خپلو پيازو حاصلاتو د ډېروالي خبره کوي او له حکومته غواړي چې لا ډېر ملاتړ یې وکړي.

د جوزجان د کرنې، مالدارۍ او اوبولګونې رييس قاري عبادالله انصار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال په دغه ولايت کې د پيازو حاصلات تر ۵ زره او ۵۴۴ ټنه ډېر دي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه کچه ٤ زره او ۲۰ ټنه وه.

هغه زياته کړه، سږ کال دغه اندازه پياز له ٣٠٨ هکتاره ځمکې ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې تېر کال له ٢٦٨ هکتاره ځمکې څخه ترلاسه شوي وو؛ د پیازو حاصلاتو د ډېروالي لامل د اصلاح شوو تخمونو کرل او د جوزجان له اقلیم سره د هغو تطابق دی.

نوموړي د پيازو د حاصلاتو له ډېروالي خوښي وښوده او ويې ويل، د دغه ولايت تر ٨٠ سلنه ډېر اوسېدونکي پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې له همدې لارې پوره کوي.

یو شمېر کروندګر هم په یاد ولایت کې د پیازو د حاصلاتو د ډېروالي خبره کوي.

د جوزجان یوه کروندګر حميدالله وويل: «تېر کال مو ښه حاصلات ترلاسه نه کړل، دغه‌راز د پيازو بيه هم ټيټه وه، یو من پياز به مو له ٦٠ تر ٧٠ افغانيو پلورل، خو سږ کال د پیازو د ښه حاصل تر څنګ، په بازار کې د هغو بیه هم ښه شوې ده.»

د هغه په ​​وينا، د دوى د پيازو د حاصلاتو د ډېرېدو لامل د اصلاح شوو تخمونو کرل او په دې برخه کې د کرنې رياست د کارکوونکو لارښوونې وې.

د یاد ولایت یوه بل کروندګر هزارګل وویل، سږ کال یې له دوه هکتاره ډېرې ځمکې څخه چې پیاز پرې کرلي وو، ښه ګټه ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «تېر کال مې د پیازو په کرلو کې ۷۰۰ زره افغانۍ زیان وکړ، خو سږ کال مې د اصلاح شوي تخم په کرلو او د کرنې ریاست د لارښوونو په عملي کولو سره دوه هکتاره ځمکې څخه چې پیاز مې پرې کرلي وو، ۳۰۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې دي.»

نوموړی د پيازو حاصلاتو د ډېروالي لامل د کرنې رياست له لوري د مرستو وېش له امله بولي او هيله يې څرګنده کړه چې دغه مرستې په راتلونکي کال کې هم دوام ولري.

Views: 8

Exit mobile version