Pajhwok Afghan News

لغمان کې د نږدې لس میلیون افغانیو په ارزښت دوې پروژې پيل شوې

مهترلام (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۱): د لغمان چارواکي وایی، د دغه ولایت په الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې د نږدې لس میلیون افغانیو په ارزښت د دوو پروژو کارونه پيل شول.

د لغمان د سیندیزې حوزې رییس مولوي شیرجان راشیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن يې د خوړو نړۍوالو پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ د الیشنګ ولسوالۍ په شمرام سیمه کې د اووه میلیون ۹۳۷ زره ۳۲۰ افغانیو په ارزښت د یوه سربند جوړولو چارې پيل کړې.

ده زیاته کړه، د یاد سربند په جوړېدو سره به ۲۵۰۰ جریبه ځمکه تر اوبو لاندې او کار به يې په نهو میاشتو کې بشپړ شي.

نوموړي دغه‌راز وویل چې په دې پروژه کې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې او هر یوه ته د میاشتې له اته تر نهه زره افغانیو معاش ورکول کېږي.

د یو بل خبر له مخې، د لغمان د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د سولې رېښې  (Roots of peace)  موسسې له خوا د قرغیو ولسوالۍ په سنګیریو کلي کې د شاوخوا دوه میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې.

ده زیاته کړه چې د یاد کانال د جوړېدو چارې به په ۴۵ ورځو کې بشپړې شي.

Views: 99

Exit mobile version