Pajhwok Afghan News

د لوګر بڼوال هر کال سلګونه ټنه سنځلې بازار ته وړاندې کوي

پل علم (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۱): سنځلې د افغانستان په مشهورو وچو مېوو کې راځي چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې موندل کېږي، خو د لوګر سنځلې بیا ځانګړی نوم او خوند لري.

په لوګر کې د سنځلو بڼوال وایي، په دغه ولایت کې د «خرمایي، حلوایي، کشمشي، کاغذي او پختیي» په نومونو بېلابېل ډولونه سنځلې پیدا کېږي چې هر یو یې جلا بیې لري او په سیمه‌ییزو بازارونو کې یې یو کیلوګرام له ۸۰ تر ۱۸۰ افغانیو پلورل کېږي.

د مرکز پل‌علم یوه بڼوال عبدالوکیل پژواک خبري اژانس ته وویل، د سنځلو باغونه د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې شته او هر کال بڼوال ترې لسګونه زره افغانۍ ګټه په لاس راوړي.

هغه وویل، په ډېرو سیمو کې بڼوال د سنځلو ونې د کانالونو پر غاړه کري او یو شمېر نور یې بیا د بڼونو په شکل کري چې ونه یې له  ۴ تر ۵ کلونو حاصلات ورکوي.

نوموړي زیاته کړه چې د سنځلو ونې په غبرګولي میاشت کې ګل کوي او په تله کې حاصل ورکوي.

د سنځلو د ونو د حاصلاتو او بڼوالۍ برخې کارپوه سیدالرحمن ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د سنځلو بڼوالۍ وده کړې او بڼوال په ځانګړې توګه مېرمنې هم د دغو ونو د ساتنې او پالنې په اړه ښه معلومات لري او هر کال لسګونه زره افغانۍ ورڅخه ترلاسه کوي.

نوموړی وایي، د سنځلې ونه اوږد عمر لري، ډېر ژر د ۱۰ مترو په لوړوالي او د ۳۰ سانتي مترو په پلنوالي غټېږي او له ۵ تر ۶ کلونو پورې په مېوه راځي.

د هغه په وینا، د سنځلو ونې د سېلاب او وچکالۍ په څېر د چاپېریال د سختو شراېطو په مقابل کې ښه مقاومت لري.

ده وویل: «د هېواد په کچه د سنځلو تر ټولو ډېر باغونه په لوګر کې شته، په دغه ولایت کې درې ډوله سنځلې موجودې دي چې خرمايي، کشمشي او پختيي دي، بڼوال د سنځلو د ونو او بڼونو په اړه پوهاوی لري او د مني په موسم کې یې حاصلات ټولوي او بیا یې بازار ته وړاندې کوي.»

ها خوا په لوګر کې د سنځلو یوه پلورونکي صدیق‌الله پژواک خبري اژنس ته وویل، د دغه ولایت سنځلې په کور دننه او بهر ځانګړی نوم او کیفیت لري.

هغه زیاته کړه چې د لوګر په بازار کې یو کیلوګرام سنځلې له ۸۰ تر ۱۸۰ افغانیو پلورل کېږي او بڼوال په کم لګښت ډېره ګټه ترلاسه کوِي.

نوموړی دولت ته وړاندیز کوي چې د بڼوالو تولیداتو ته په کور دننه او بهر بازارموندنه وکړي څو په لوړه بیه وپلورل شي.

د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال محمد‌رفیع ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، سنځلې د لوګر ډېره پخوانۍ وچه مېوه ده چې د مرکز پل‌علم په ګډون په ډېرو ولسوالیو کې یې بڼونه او ونې موندل کېږي.

هغه زیاته کړه، د پخوا په پرتله لوګر کې د سنځلو باغونه او ونې زیاتې شوې او هر کال شاوخوا ۴۰۰ ټنه سنځلې ترې راټولېږي.

هغه وایي، د لوګر د سنځلو بڼوال د سنځلو د ونو کرلو، پالنې او مېوې د راشکولو په اړه پوهاوی لري او د دغه ولایت وچې سنځلې د نورو ولایتونو بازارانو ته هم صادرېږي.

د یادونې ده چې د لوګر د سنځلو د ګل پرمهال، د «سنځل ګل» کلنۍ دودیزه مشاعره هم جوړېږي چې له پلازمېنې کابل، لويې پکتیا او یو شمېر نورو سیمو څخه ګڼ فرهنګیان او شاعران پکې راټولېږي او بیا د سنځل ګل او نورو موضوعاتو په اړه شعرونه لولي او زمزمې کوي.

Views: 491

Exit mobile version