کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۱): په کابل کې د ایران سفیر د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ پخوانيو او تاریخي اړیکو ته په اشارې وایي، هېواد یې د تېر په څېر د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او تر خپلې وسې ورسره مرسته کوي.
په هغه اعلامیه کې چې نن (پنجشنبه، د لړم ۱۲مه) د ملي پخلاینې عالي شورا مخکېني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له مطبوعاتي دفتره د هغه په فیسبوکپاڼه کې خپره شوې، راغلي چې ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره لیدلي دي.
سرچینه کاږي، په دې لیدنه کې ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان له خلکو سره د ایران له بشردوستانه مرستو او په دغه هېواد کې د افغان کډوالو منلو څخه مننه وکړه.
امینیان د دواړو هېوادونو ترمنځ پخوانۍ او تاریخي اړیکو ته په اشارې وویل، ایران د تېر په څېر د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او د توان تر بریده د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي.
Views: 24