ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا له کرونا روغتون سره د خوراکي توکو او طبي وسايلو مرسته وشوه

د پکتيا له کرونا روغتون سره د خوراکي توکو او طبي وسايلو مرسته وشوه

author avatar
3 Nov 2022 - 13:36
د پکتيا له کرونا روغتون سره د خوراکي توکو او طبي وسايلو مرسته وشوه
author avatar
3 Nov 2022 - 13:36

ګردېز (پژواک، ١٢ لړم ١۴٠١): په پکتیا ولایت کې د کرونا له ۵۰ بستریز ځانګړي روغتون سره د ۱۱ میلیون افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو او طبي وسایلو مرسته وشوه.

د ياد ولايت چارواکي وايي، دغه مرسته د پاملرنې (CARE) ادارې له لوري شوې چې پرمختللي طبي وسایل او د ناروغانو لپاره خوراکي توکي په کې شامل دي.

د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر صدرالدین عزام پژواک ته وويل: «نن ورځ د پاملرنې موسسې له لوري د دغه ولايت د کرونا ځانګړي روغتون سره د ۱۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو او د طبي وسايلو مرسته وشوه.»

د نوموړي په خبره، په دې طبي وسايلو کې د اکسيجن ډبې، کمپيوټر، د يو شمېر معايناتو ماشينونه، د اداري خونو لپاره تخنيکي وسايل، جنراتورونه او ځيني نور څیزونه شامل دي.

هغه وايي، له دغو مرستو سره به تر ډېره د وسايلو په برخه کې د دوى ستونزې حل شي.

دغه‌راز د کرونا ځانګړي روغتون د نرسنګ مدیر ډاکتر ګل‌محمد پژواک ته ويل: «په پکتيا کې د کرونا ځانګړی روغتون نوی ايجاد شوی چې تر اوسه ډېر طبي او تخينکي وسايل نه درلودل، خو اوس به دغه مشکل حل شي.»

نوموړی وايي چې پخوا به د ځينو وسايلو د نشتون او کمښت له امله يو شمېر ناروغانو ته ځواب ورکول کېده، خو اوس د روغتون په مجهز کېدو سره کولای شي د ډېرو ناروغانو درملنه وکړي.

د ګل‌محمد په خبره، له يادې او نورو ادارو څخه يې هيله داده چې د کرونا له ځانګړي روغتون سره وخت په وخت د دغه ډول طبي توکو مرسته وکړي.

د يادولو ده، په پکتيا کې د کرونا پنځوس بستريز ځانګړی روغتون دوه کاله وړاندې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو پرمهال جوړ شوی و چې تر ډېره بريده پر دغه ولايت سربېره، د ګاونډيو ولايتونو د کرونا او تنفسي ناروغيو د ناروغانو درملنه په کې کېږي.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.