ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پنځو ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه

په پنځو ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه

author avatar
3 Nov 2022 - 18:23
په پنځو ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه
author avatar
3 Nov 2022 - 18:23

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۱): د بشري مرستو په لړ کې نن په لوګر کې له ۹۲۰۰، په اروزګان کې له ۳۹۰۷، په تخار کې له ۹۰۰۰ او په میدان وردګو کې له ۸۵۵۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او په نورستان کې له ۳۰۰ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري د دغه ولایت په محمداغې، بره کي برک، څرخ، خروار، ازرې او خوښۍ ولسوالیو کې پر شاوخوا ۹۲۰۰ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

هغه زیاته کړه، په مرسته شوو توکو کې اوړه، غوړي، لوبیا، دال او مالګه شامل دي.

دغه راز د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د کندهار د کډوالو سازمان/ KRO له خوا پر ۳۹۰۷ اړو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه.

د دې ادارې یوه مسوول احمدشاه مجددي پژواک اژانس ته وویل، هرې کورنۍ ته به ۵ لېټره غوړي، ۴ کیلوګرامه دال، ۳ کیلوګرامه مالګه او د ماشومانو خوراک ورکړل شي.

د تخار په کلفګان، اشکمش، چال او هزارسموچ ولسوالیو کې هم د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان له خوا پر ۹ زره اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول سمیع الله صمیمي پژواک اژانس ته وویل، هرې کورنۍ ته د ۴ زره او ۳۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي ورکړل شول چې تر یوه وخته به د دغو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

د یوه بل خبر له مخې، د نورستان په واما، وانټ وایګل او نورګرام ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ/ UNHCR له خوا له ۳۰۰ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

د «واو» په نوم یوې موسسې- چې د دغې مرستې د وېش مسوولیت لري- مشر ډاکټر فضل@الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، هرې کورنۍ ته د هغوی د اړتیا په تناسب له ۱۵۰ تر ۳۰۰ امریکايي ډالر ورکړل شول.

ها خوا د میدان وردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست هم پژواک خبري آژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې نن د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا د دغه ولایت په جغتو او بهسود ولسوالیو کې له ۸۵۵۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

سرچینه وايي، په بهسود ولسوالۍ کې ۶۳۰۰ او په جغتو ولسوالۍ کې ۲۲۵۰ اړو کورنیو ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۴.۵۵ لېټره غوړي، ۶.۲۶ کیلوګرامه دال او نیم کیلوګرام مالګه ورکړل شول.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.