Pajhwok Afghan News

په سمنګان او فراه کې له نږدې ۱۴۰۰ کورنيو سره مرسته وشوه

ایبک، فراه (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): مسوولین وايي نن په سمنګان کې له ۱۳۸۶ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته شوه او په فراه کې ۳۱ کورنیو ته نغدې پېسې ورکړل شوې.

د سمنګان ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي امر مولوي ولي محمد ستانکزى وايي، دغه توکي د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت له خوا چمتو شوي چې ۵۵۰ بېوزله کورنیو ته پنځه قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، په دغو توکو کې وریجې، غنم، بسکوېټ، مربا او د حبوباتو کنسر شامل دي.

دغه‌راز د سمنګان په مرکز او حضرت سلطان ولسوالۍ کې ۸۳۶ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره او د کورني باغچو وسایل ووېشل شول.

د سمنګان د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر محمدعمان حنفي وایي، د غنمو د اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کورني باغچو د وسایلو ټولیز ارزښت ۱،۸ میلیونه افغانۍ کېږي چې د افغان اېډ موسسې له خوا ورکړل شوي دي.

دغه‌راز د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، نن د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې له ۳۱ هغو کورنیو سره چې کورونه يې په تېرو جګړو کې وران او یا تخریب شوي، د نغدو پیسو مرسته وشوه.

یاد ریاست پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه مرسته د «افغان کاروبار» موسسې له خوا شوې او هرې کورنۍ ته ۳۲ زره ۴۵۰ نغدې افغانۍ ورکړل شوې دي.

Views: 19

Exit mobile version