مزارشریف (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۱): حکومتي مسوولين وايي چې د بلخ سېلو له درېيو لسيزو وروسته بيا فعاليت پيل کړ چې ورسره به يو شمېر کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.
د افغانستان د مرکزي سېلو عمومي ريیس نصرتالله منصور د بلخ سېلو د کار د پيل په مراسمو کې خبريالانو ته وويل، هڅه کوي د کابل او بلخ له سېلوګانو وروسته د هرات، کندهار او بغلان سېلوګانې هم بېرته فعالې کړي څو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.
د هغه په وینا، له تحول وروسته د بلخ سېلو دويمه سېلو ده چې فعاليت پيلوي او دغه سېلو د ۴۰ زره ټنه غنمو زېرمې، ژرندې او ډوډۍ پخولو ظرفیت لري.
دغه راز د بلخ سېلو ريیس مولوي احمدجاوېد صدیقي وایي چې دغه سېلو دا مهال ۴۱ رسمي کارکوونکي لري او د ۵۴ ښځینهوو په ګډون یې د ۳۵۰ نورو کارکوونکو د جذب لړۍ هم پیل کړې ده.
هغه زیاتوي چې د بلخ سېلو په ۲۴ ساعتونو کې د دوه ټنه ډوډۍ تولیدولو وړتيا لري.
په همدې حال د بلخ سېلو کاريګر هم د دې سېلو د فعاليت بېرته پيل ته خوښ دي.
محسن وايي: «ډېر خوښ یو چې د کار کولو فرصت راته برابر شوی او له نورو شرکتونو هم غواړو چې خپل فعالیتونه پیل کړي او له خلکو سره له دې لارې مرسته وکړي.»
صدیق د دې سېلو بل کارکوونکی وایي چې د دې فابریکې تولیدات صحي، باکیفیته او ارزانه دي او خلک کولای شي چې په ارزانه بیه دغه تولیدات ترلاسه کړي.
هغه دغه راز له دولتي ادارو وغوښتل څو د ډوډۍ اړتیا له دې سېلو تامین کړي.
په بلخ کې د نباتي غوړیو د تولید دولتي فابریکې له فعالېدو وروسته دا دویمه دولتي فابریکه ده چې فعاليت پيلوي.
Views: 39