اټلانټا (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): بریتانیا د اغاخان بنسټ له لارې په افغانستان کې د روغتیا، کرنې او کاري زمینو برابرولو برخو کې څه باندې ۱۱ میلیون پونډه لګوي.
بریتانوي رسنۍ (نېشنلنیوز) د لړم په ۱۶مه د اغاخان بنسټ په حواله خبر ورکړی چې د دې مرستو موخه د وچکالي او بېکاري له امله د ځپل شوو کورنیو ملاتړ دی.
سرچینې زیاته کړې، تېر کال په افغانستان کې له تحول وروسته چې امریکا د افغانستان د مرکزي بانک شتمني کنګل کړې، هلته بشري ناورین رامنځته شوی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان د نفوس ۵۹ سلنه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د اغاخان بنسټ یوه چارواکي کینډار سچرینر ویلي، د افغانستان شتمنۍ کنګل کېدو د خلکو پر ورځني ژوند ناوړه اغېزه کړې او اوس بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې، د بریتانیا یاده مرسته به ډېره د روغتیا، پوهنې او خلکو ته د کار روزګار برابرولو په برخو کې لګول کېږي او د اټکل له مخې، ۸۰۰ زره خلک به ترې برخمن شي.
Views: 114