جلالاباد (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت د سرهرود ولسوالۍ د يو کليوالي روغتيايي مرکز لپاره د ۲۸۰ زره امريکایي ډالرو په لګښت نوې ودانۍ جوړه شوه.
دا ودانۍ چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي لګښت جوړه شوې، نن د لړم په ۱۷مه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر اميرمحمد افتاب په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې وويل، د سرهرود ولسوالۍ د سياهسنګ روغتيايي مرکز د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به ناروغانو ته لا ډېر خدمتونه او اسانتياوې برابرې شي.
دی وايي، دغه ودانۍ – چې د يوه فرعي روغتيايي مرکز ټولې اړتياوې په کې په پام کې نيول شوې – د دوو کلونو په موده کې جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، د ودانۍ پر جوړولو ۲۸۰ زره امريکايي ډالر لګښت راغلی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له لوري يې امکانات ورکړل شوي دي.
د ننګرهار عامې روغتیا رييس ډاکټر افتاب له UNHCR ادارې څخه مننه وکړه چې د روغتیايي مرکز لپاره یې یوه مجهزه او معیاري ودانۍ جوړه کړه او د سیمې اوسېدونکو ته یې په واک کې یې ورکړه.
نوموړي همدارنګه له یادې ادارې د روغتیا په برخه کې د نورو مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.
د سيمې اوسېدونکي خوښ دي چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې ورته دا ډول اسانتيا رامنځته شوې ده.
د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالوهاب پژواک ته وويل، وړاندې دغه کلينیک په يوه کرايي کور کې و او هغه هم خامه و چې د بارانونو په موسم کې به يې خدمتونه نيمګړي وو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، هڅه کوي چې د نړۍوالو موسسو په همکارۍ د دغه ولايت ټولو روغتيايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې کړي.
Views: 14