اسعداباد (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د کونړ امنیه قومانداني وايي، د دوی ځواکونو په دغه ولایت کې د «خوارجو» دوه مهم غړي وژلي دي.
د یاد ولایت امنیه قوماندان عبدالحق حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، کسانو يې نن (د لړم ۱۷مه) سهار مهال په شیګل ولسوالۍ کې د «خوارجو» دوه کسان وژلي دي.
ده وویل: «د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو نن سهار شپږ بجې د کونړ د شیګل ولسوالۍ په لچي سیمه کې د صفتالله په نوم کس چې په رضوان مشهور او د خوارجو قوماندان او عبدالرحمن د یادې ډلې قاضي و، ووژل.»
ده زیاته کړه چې له یادو کسانو یوه په شیګل او بل په وټهپور ولسوالۍ کې د «خوارجو» په لیکو کې فعالیت کاوه.
Views: 215