ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرن ډیکر: پاکستان مېشتې افغانانې د خپلو حقونو ضمانت غواړي

کرن ډیکر: پاکستان مېشتې افغانانې د خپلو حقونو ضمانت غواړي

author avatar
11 Nov 2022 - 01:09
کرن ډیکر: پاکستان مېشتې افغانانې د خپلو حقونو ضمانت غواړي
author avatar
11 Nov 2022 - 01:09

اټلانټا (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر مېرمن کرن ډیکر وایي، دوی د افغان ښځو د ټولو حقونو د خوندیتوب د ضمانت ملاتړ کوي.

افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د لړم په ۱۹مه، په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په پاکستان کې یې له یو شمېر افغانانو سره لیدلي دي.

هغې زیاته کړې: «هلته مې د افغان ښځو په سترګو کې د ستنېدو تنده یا اور ولید، دوی غوښتل چې خپل هېواد ته ستانه شي، خو وېره یې لرله چې په زوره به یې ودونه وشي، د کار او زده‌کړو مخه به یې ونیول شي.»

د امریکا د سفارت سرپرستې ویلي، دغو افغان مېرمنو د خپلو حقونو د خوندیتوب ضمانت غوښتلو او امریکا هم د دوی د دغې غوښتنې ملاتړ کوي.

مېرمن ډیکر له دغو افغان مېرمنو غوښتي چې پیاوړې واوسي او کله چې خپل هېواد ته ستنېږي، نو د خپل ولس او هېواد د راتلونکي لپاره رغنده رول ولوبوي، چېرته چې ټولو ته د هغوی حقوق ورکړل شي.

د یادونې ده چې نوموړې تېره میاشت ترکیې ته هم د سفر پرمهال هلته د مېشتو افغانانو له استازو سره لیدلي وو.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.