Pajhwok Afghan News

ترکيې سږکال څه باندې ۵۷ زره ناقانونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): ترکيه وايي، د روان زېږديز کال له پیله تر اوسه يې له خپل هېواده څه باندې ۵۷ زره ناقانونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې ترکيې د روان زېږديز کال له پیله (د جنوري له مياشتې) تر دې دمه د بېلا بېلو هېوادونو ۱۰۱زره او ۵۷۴ ناقانونه کډوال له خپل هېواده وېستلې دي.

سرچينه زياتوي، دغه شمېره د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۵۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

سرچينه څرګندوي، په پورته کډوالو کې ۵۷ او ۱۷۴ افغانان شامل دي چې له دې ډلې ۴۱ زره او ۱۸۵ تنه په خصوصي پروازونو او ۱۵ زره او ۹۸۹ تنه په معمولي پروازونو کې خپل هېواد ته مسترد شوي دي.

سرچينه وايي، دغه راز په دې ناقانونه کډوالو کې ۱۱ زره او ۱۹۵ پاکستانیان هم شامل دي چې هغوی هم په خصوصي او معمولي پروازونو کې مسترد شوي دي.

Views: 33

Exit mobile version