Pajhwok Afghan News

د غور – کابل پر لویه لار لسګونه مسافر په واورو کې بند پاتې دي

فیروزکوه (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۱): په غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د واورې سخت ورښت له امله د غور – کابل لویه لار د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.

د غور د ځمکني ترانسپورټ امر ضياءالحق جندالله وايي چې د تېرې ورځې واورو د غور- کابل لويه لار د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې او دوی هڅه کوي چې یاده لار بېرته پرانيزي.

هغه زیاته کړه: «موږ په کابل او غور کې ټولو ځمکنیو ترانسپورتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د بکک کوتل تر خلاصېدو پورې هیڅ مسافر او موټر را ونه لېږې، څو خدای مه کړه ډېر مسافر په واورو کې بند پاتې شي او موږ هڅه کوو چې د ټولګټو ریاست او سیمه‌ییزې ادارې په همکارۍ یاده لار د مسافرو د تګ را تګ پرمخ پرانیزو.»

یو شمېر دغه مسافر وايي چې د سختې واورې او توپان له امله لاهم په «بکک» کوتل کې بند پاتې دي او بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري.

يوه مسافر عبدالقدیر د ټلېفون پر کرښه پژواک خبري اژانس ته وويل: «له پرون راهيسې د بکک کوتل تړل شوی، د کوتل په دواړو غاړو کې موټر او مسافر بند دي او نه شي تېرېدلاى، یو شمېر موټر بېرته وګرځېدل، اکولنګ ته راغلل او د ځینو موټرونو مسافر هم ژغورل شوي او موټرونه په کوتل کې بند پاتې شول.»

د دې لارې يو بل مسافر محمد حيدر هم وايي، د دوی په منځ کې ښځې او ماشومان هم شته چې که د بکک کوتل خوشی نه شي، له ډېرو ستونزو سره به مخ شي.

هغه زياته کړه: «له ١٤ تر ١٥ پورې مسافر وړونکي موټر چې ښځې او ماشومان پکې دي او شمېر يې ١٥٠ کسانو ته رسېږي، په بکک کوتل کې بند پاتې دي، هوا هم سړه ده او هوټلونه هم ځای نه لري، ډېر له ستونزو سره مخ یو.»

په واورو کې بند پاتې مسافر د بامیان او غور ولایتونو له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتنه کوي چې دغه لاره بېرته پرانیزي؛ که نه نو انساني ناروین به رامنځته او ماشومان به مړه شي.

بکک کوتل چې د غور- کابل پر لويه لاره موقعيت لري، د ژمي په موسم کې تل د واورو له امله د خلکو پر وړاندې د ستونزو رامنځته کېدو لامل شوی دی.

Views: 50

Exit mobile version