مهترلام (پژواک، ٢۴ لړم ١۴٠١): د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې د يوې کورنۍ درې کسان مړه شوي او يوه نجلۍ ټپي ده.
د لغمان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس قاري خیر محمد غازي د لړم په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند په منګو کلي کې د یوه کور چت غورځېدلی دى.
هغه وايي چې په ياده پېښه کې د یوې کورنۍ د ښځې او خاوند په ګډون، یو د غېږې ماشوم مړه شوي او یوه نجلۍ ټپي شوې ده.
دغهراز د منګو اوسېدونکي شاهمحمود سمسور پژواک ته وویل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې د دغه کلي د یوه استوګن سميعالله د یوې خونې چت لوېدلی دى.
ده وويل چې په دې پېښه کې سميعالله، مېرمنه يې او کوچنى زوى يې مړه شوي او يوه لور يې ټپي شوې ده.
Views: 12