Pajhwok Afghan News

مسوولین په هرات کې د داعش ډلې د پنځو غړو د وژل کېدو خبر ورکوي

هرات ښار (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): په هرات کې حکومتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د دوو تاجکستاني وګړو په ګډون، د داعش ډلې پنځه غړي وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند حمیدالله متوکل د دغه خبر د تایید ترڅنګ وویل چې د دغه ولایت د استخباراتو ریاست امنیتي ځواکونو تېره شپه په یوه کشفي او چټک اقدام کې د داعش یو پټنځای کشف کړی او له منځه وړی دی.

د متوکل په خبره، دغه عملیات تېره شپه ناوخته د هرات ښار دولسمې ناحيې اړوند په «باباجي» سیمه کې شوي چې په ترڅ کې يې، د دوو تاجکستاني وګړو په ګډون د داعش ډلې پنځه غړي – چې په ورانکارو پلانونو او فعالیتونو کې یې لاس لرل- وژل شوي دي.

نوموړي وویل، په دغوعملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د یاد ولایت د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په ورته وخت کې، د هرات ولایت امنیه قومانداني هم په یوه خبرپاڼه کې د دغه خبر د تایید ترڅنګ زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته هيڅ زیان نه دی اوښتی.

د باباجي سیمې یوه اوسېدونکي محمدولي هم له پژواک سره په خبرو کې وویل چې تېره شپه په کور کې و چې په سیمه کې د ډزو غږونه یې واورېدل.

د هغه په خبره، سهار معلوم شو چې د داعش ډلې څو غړي په یو کرایي کور کې ځای پر ځای شوي وو چې له منځه وړل شوي دي.

د یادونې ده، په تېرو شپږو میاشتو کې دا په یاد ولایت کې د داعش ډلې دویم پټنځای دی چې کشف او له منځه وړل کېږي.

Views: 20

Exit mobile version