زرنج (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): په نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په کنګ ولسوالۍ کې یې ایران ته د یو شمېر وسلو او نظامي تجهیزاتو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مفتي حبیبالله الهام پژواک ته وویل، پرون (جمعه، د لړم ۲۷مه) د عزم ۲۱۵ قولاردو د درېیم کنډک د دویم ټولي سرحدي منسوبینو، دوه کسان چې غوښتل یې وسلې او نظامي مهمات له هېواده بهر ته قاچاق کړي، د یاد ولایت په کنګ ولسوالۍ کې نیولي دي.
د هغه په خبره، پولهساتو ځواکونو دغه نظامي مهمات چې دوه ایمفور وسلې، دوه شببین دوربینونه، دوه بمغورځوونکي، یو روسی ثقیل، ۱۱ د راکټ مرمۍ، ۲۱ شاجورونه، یو کمرشکن، درې نارنجکه، ۳۲ بمغورځوونکي مرمۍ، ۱۶۰۰ روسي ثقیلې مرمۍ او یو ماین کنټرول پکې شامل دي، کشف او ضبط کړي او د هغو د قاچاق مخه یې نیولې ده.
نوموړي زیاته کړه، دغه وسلې او نظامي تجهیزات په ډېر مهارت سره په یوه خوستي شیپه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې د اسلامي امارت ځواکونو له خوا کشف او ضبط شوي او په تړاو یې یوه ښځه او یو سړی نیول شوي دي.
د هغه په وینا، نیول شوي کسان د لا ډېرو څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
Views: 34