Pajhwok Afghan News

بغلان کې دوو ترافیکي پېښو له امله ۵۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پلخمري (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): د بغلان ولایت په شمالي سالنګ او دوشي ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ١١ کسان مړه او ۴٨ نور ټپيان شوي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېر احمد برهاني د لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته په شمالي سالنګ کې يو ٥٨٠ مسافر وړونکى موټر چپه شوى دى.

هغه وايي، په ياده پېښه کې د دوو ښځو په ګډون اته کسان مړه او د دوو ښځو او يو ماشوم په ګډون ۴١ نور ټپيان شوي دي.

دغه‌راز ده وويل چې تېر ماښام په دوشي ولسوالۍ کې دوو کرولا موټرونو ټکر کړى چې له امله يې درې کسان مړه شوي او د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ٧ کسان ټپيان دي.

همدارنګه د بغلان ولایت د ترافیکو مدیریت د ترافیکي پېښو امر صفي‌الله د يادو پېښو په تاييد سره وويل چې ټپيان پر وخت روغتون ته انتقال شوي دي.

همداراز د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ پژواک ته وویل چې له دغو پېښو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ مړي او ۳۳ ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي.

دی وايي، په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته او له ټپیانو یې اورېدلي چې دوه ماشومان تراوسه نادرکه دي.

د يادونې ده چې په تېرو دوو مياشتو کې د کابل-شمال پر لويه لار څو ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

Views: 241

Exit mobile version