کابل – لومړی تعقیب (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د اندونیزیا پر هغې زلزلې خواشیني څرګنده کړې چې په ترڅ کې یې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ځایي رسنیو د معلوماتو له مخې، دا زلزله چې د اندونیزیا په لویدیځ کې رامنځته شوه، د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې وه.
د ريښتر په کچه دغه ۵،۶ درجې زلزله د ۱۰ متره په ژوروالي، نن سهار د اندونیزیا په لوېدیځ «جاوا» ښار کې شوې او د رویټرز د راپور له مخې، تر اوسه له امله یې لږ تر لږه ۱۷۰ کسان مړه ، سلګونه ټپیان او شاوخوا زرګونه کسان بې کوره شوي دي.
د اندونیزیا چارواکو ویلي، له سهار راهیسې په جاوا سیمه کې څو ځلې زلزله شوې او په دغه ښار کې لسګونه ودانۍ زیانمنې شوې دي. د يادونې ده چې د اندونيزيا په بېلابېلو سیمو کې وخت ناوخته زلزلې کېږي.
بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اندونیزیا په لويديځ جاوا ولايت کې د نن ورځې زلزلې له امله چې د ګڼ شمېر تلفاتو او مالي زيانونو سبب شوې، د ژورې خواشينۍ څرګندونه کړې او «د دوست هېواد» اندونيزيا حکومت او ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.
Views: 20