Pajhwok Afghan News

د غزني اوسېدونکي د ډبرو سکرو له لوړې بیې شکایت کوي

غزني ښار (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د غزني اوسېدونکي وايي، سږ کال- چې لا ژمی نه دی را رسېدلی- په دغه ولایت کې د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۱۵ زره افغانۍ ده چې د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې ده.

دوی زیاتوي، د خپل خراب اقتصادي وضعیت له امله نه شي کولای سږ ژمی د کورونو ګرمولو لپاره د ډبرو سکاره او نور سون‌توکي واخلي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي بشیر احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، ژمي ته لا میاشت پاتې ده خو په دغه ولایت کې اوس د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۱۵ زره افغانیو ته ختلې ده چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې خلک سخت بېوزلي شوي دي، ځکه کار او روزګار نشته، له همدې امله ان د خپلو کورنیو د غړو وږي نسونه نه شي مړولای، په ژمي کې د کورونو د ګرم ساتلو لپاره د ډبرو سکرو اخیستل خو لرې خبره ده.

دی وايي: «د ډبرو سکرو بیه په داسې حال کې لوړه شوې چې په هېواد کې دننه استخراجېږي، نور توکي لکه تېل او مایع ګاز چې له نورو هېوادونو واردېږي وار له مخه ګران دي او څوک یې نه شي اخیستلای.»

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې را روان سخت ژمي او د خلکو خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو دې د ډبرو سکرو په بیه کې ځانګړی تخفیف اعلان کړي.

دا یوازې بشیر احمد نه دی چې د ډبرو سکرو له لوړې بیې شکایت کوي، بلکې د دغه ولایت ډېر اوسېدونکي وايي چې سږ کال په هېواد کې له یوې خوا هوا وختي سړه شوې او له بلې خوا، د ډبرو سکرو په ګډون د سون‌توکو بیې لوړې شوې دي.

د محمد‌شریف په نوم د غزني بل اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ د غزني خلک هم دومره لوېدلي دي چې د ژمي لپاره هیڅ تدابیر نه لري.

هغه زیاته کړه: «تېر کال مې په ژمي کې یو ټن سکاره په ۸،۵ زره افغانۍ اخیستي وو خو سږ کال یې د ژمي له راتلو مخکې بیه دوه برابره لوړه شوې او یو ټن یې په ۱۵ زره افغانۍ پلورل کېږي، ځکه چې هره ورځ زرګونه ټنه سکاره پاکستان ته روان دي.»

دی وايي، حکومت ښه خبر دی چې عمومي اقتصادي وضعیت څومره خراب شوی او خلک له څومره سخت وضعیت سره مخامخ دي، نو بیا ولې د ډبرو سکرو بیه نه ټیټوي څو خلک یې واخیستلای شي؟

په ورته وخت کې، بیا د ډبرو سکرو پلورونکي وايي، د ډبرو سکرو بیې ځکه لوړې شوې چې له یوې خوا د تېلو بیې لوړې شوې او له بلې خوا حکومت ډېره مالیه ورباندې اخلي.

پېروز خان چې د غزني ښار د بلخ دروازې په سیمه کې یې د سړک پر غاړه په ډبرو سکرو بار موټر د خرڅلاو لپاره درولی و، پژواک ته وویل، رښتیا هم تېر کال د یو ټن ډبرو سکرو بیه له ۸،۵ تر ۹ زره افغانیو وه، خو سږ کال یې بیه ۱۵ زره افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «حکومت په موټر کې له ۱۹ ټنه ډېر د ډبرو سکاره نه را پرېږدي چې را یې وړو، له بلې خوا پر هر ټن ۳ زره ۲۶۰ افغانۍ مالیه راڅخه اخلي، دغه‌راز په هر ولایت کې ترازو والا هم له ۲ تر ۳ سوه افغانۍ راڅخه اخلي، دا ټول زرګونه افغانۍ کېږي چې مجبور یو ور یې کړو.»

دی وايي، له دې ور ها خوا د تېلو لوړه بیه، د موټر عوارض، د لارې ستونزې او نور هغه څه دي چې له امله یې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې او دوی ته هم څه نه جوړوي، یوازې پر یوه ټن له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانۍ ګټي.

د ده په خبره، که حکومت مالیه معاف یا کمه کړي نو د ډبرو سکرو بیې به هم ټیټې شي.

خو د غزني سیمه‌ییز چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې د ډبرو سکرو بیې په ټيټې کړي.

د غزني ښاروال عبدالرازق ضیايي پژواک خبري اژانس ته وویل، مرکزي ادارې ته یې وړاندیز کړی څو په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو لپاره ارزانه بیه وټاکي.

دی وايي، هیله لري چې مرکزي اداره د دوی دا غوښتنه ومني او خلکو ته په ارزانه بیه د ډبرو سکاره وړاندې کړي.

د غزني اوسېدونکي په داسې حال کې د ډبرو سکرو د بیې له لوړوالي شکایت کوي چې څو اوونۍ مخکې حکومت اعلان وکړ چې د موظفې کمېټې د پرېکړې له مخې به، د کابل ښاریانو لپاره د کابل ښار په څلورو سیمو کې ۴۰۰ زره ټنه د ډبرو سکاره چې هر ټن به یې نهه زره افغانۍ بیه ولري، پلور ته وړاندې کېږي، خو د معلوماتو له مخې، تر اوسه دا کار نه دی شوی.

څو ورځې مخکې پژواک خبري اژانس یو راپور خپور کړ چې په کابل کې د تېر یوه کال په پرتله، په منځنۍ کچه د ډبرو سکرو بیې ۳۹ سلنه او د تېلو ۳۲ سلنه لوړې شوې، خو د اوبلن ګاز بیه ۲۹ سلنه او د سون لرګیو او د ارې بورو بیه ۸ سلنه رالوېدلي ده.

 

 

 

Views: 122

Exit mobile version