[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱ لېندۍ ۱۴۰۱): په قطر کې د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې، سعودي عربستان پخواني اتل ارجنټاین ته تاریخي ماتې ورکړه، خو د ډنمارک او تونس لوبه مساوي پای ته ورسېده.
د ۳۲ هېوادونو لوبډلو په ګډون د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د لړم په ۳۰مه، قطر کې پیل شوې دي.
د دې سیالیو په درېیمه ورځ نن لومړۍ لوبه له سي ګروپ څخه د سعودي عربستان او پخواني اتل ارجنټاین ترمنځ ترسره شوه.
د لوبې د لومړۍ نیمایي په لسمه دقیقه کې د ارجنټاین مشهور لوبغاړي لیونل مسي په پلنټي شوټ سره ګول وواهه . د لومړۍ نیمایي تر پایه پورې ارجنټاین یو پر صفر مخکې شو.
د لوبې د دویمې برخې په ۴۸ او ۵۳مو دقیقو کې، د سعودي عربستان لوبډلې پرلهپسې دوه ګولونه ووهل او له ارجنټاین څخه مخکې شوه؛ تر هغې وروسته لوبه تېزه شوه، ارجنټاین ډېره هڅه وکړه چې ګولونه ووهي، خو د سعودي دفاعي لوبغاړو یې مخه ونیوله.
د سعودي عربستان ګولساتونکي محمد العویس ښه لوبه وکړه او د ارجنټایني لوبغاړو د څو قوي بریدونو او شوټونو مخه یې ونیوله.
د سعودي له لوري د ارجنټاین لوبډلې ماتې د فوټبال ډېر مینهوال حیران کړي دي؛ ځکه چې د ارجنټاین لوبډله غښتلې ده، د لیونل میسي په څېر مشهور نړۍوال ستوری لري، ډېری لوبغاړي یې د اروپا په لیګونو کې لوبېږي او د روان نړۍوال جام ګټلو مدعيهم بلل کېږي. د سعوديعربستان لوبډله بیا هومره غښتلې نه بلل کېږي.
د سعودي عربستان حکومت د دې بریا په خوښۍ کې سبا چهارشنبه عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
په یوه بله لوبه کې، فرانسې اسټرالیا ته څلور پر یو ماتې ورکړه او ستره بریا یې خپله کړه .
دغهراز د نن ورځې بله لوبه د ډنمارک او تونس ترمنځ وشوه چې له سختې مقابلې وروسته دا لوبه صفر پر صفر مساوي پای ته ورسېده. د پولینډ او مسکیکو لوبه هم صفر پر صفر برابر پای ته ورسېده.
په دې سیالیو کې ګډونوال ۳۲ هېوادونه په اتو ګروپونو کې وېشل شوي او په هر ګروپ کې د څلورو هېوادونو لوبډلې شاملې دي.
د فوټبال نړۍوال فدارسیون (فیفا) وایي، په الف ګروپ کې قطر، اېکواډور، سنیګال او نیدرلینډ، په ب ګروپ کې انګلستان، ایران، امریکا او ویلز، په سي ګروپ کې ارجنټاین، سعودي عربستان، مکسیکو او پولنډ، په دال ګروپ کې فرانسه، اسټرالیا، ډنمارک او تونس لوبډلې شاملې دي.
د سرچینې په وینا، دغهراز په ي ګروپ کې هسپانیه، کوسټاریکا، جاپان او جرمني، په ف ګروپ کې بلجیم، کاناډا، مراکش او کروشیا، په جي ګروپ کې برازیل، سربیا، سویس او کمیرون، په ایچ ګروپ کې پرتګال ، غانا، یوراګوی او د جنوبې کوریا لوبډله شامله ده.
د فیفا د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې ټولې شاوخوا ۶۴ لوبې، په اتو لوبغالو کې، په یوه میاشت کې ترسره کېږي.
[/restrict]
Views: 118
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن