فراه (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د فراه امنیتي سرچینې وايي، نن سهار شاوخوا شپږ بجې د دغه ولایت په مرکز کې نا پېژاندو کسانو یو تن په ډزو وژلی دی.
د دغه ولایت امنیه قوماندان مولوي عبدالظاهر خادم پژواک ته وویل: «نن سهار شپږ بجې د فراه ښار د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې ناپېژاندو کسانو یو کس په ډزو وژلی دی.»
ده وویل چې امنیتي ځواکونو د يادې پېښې په تړاو یو کس نیولی او پلټنې ترې روانې دي.
نوموړي زیاته کړه، ګمان کېږي چې د دې وژنې انګېزه شخصي دښمني ده.
خو د وژل شوي کس د تره زوی قیس پژواک ته وویل: «موږ له هېچا سره شخصي دښمني نه لرو او زما د کاکا زوی سهار وختي لمانځه ته روان و چې پر موټرسایکل سپرو کسانو د کور په شل مترۍ کې ورباندې ډزې وکړې او ويې واژه.»
Views: 92