کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): یوه خصوصي شرکت د صنعت او سوداګرۍ له وزارت، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې او کابل ګمرک سره په همغږۍ د دوه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۲۰ ټنه وچه مېوه اروپا ته صادر کړه.
نن د لېندۍ په ۵مه، د کابل ګمرک په ریاست کې په دې اړه جوړو شوو مراسو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرتالله جمال، د دغه وزارت د صادراتو د پراختیا مشر احسانالله فطرت، د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي، د کابل ګمرک ریاست مشر ثناالله نوید او یو شمېر سوداګرو ګډون کړی و.
د کابل ګمرک ریاست مشر ثناءالله نوید وویل، نن د دوه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۲۰ ټنه وچه مېوه له کابله د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې، د اروپا یو شمېر هېوادونو ته صادرېږي.
هغه زیاته کړه، په صادرېدونکې وچه مېوه کې بادام، پسته، ممیز، نخود، کښته او یوه انداز زعفران شامل دي.
دی وايي، د وچې مېوې دغه محموله له کابل څخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ځي او له هغه ځایه قرغیزستان او وروسته بیا اروپایي هېوادونو جرمني، هالنډ، فرانسې، اتریش، بلجیم او کاناډا او اسټرالیا ته صادرېږي.
د ده په خبره، دغه وچه مېوه به د یوې میاشتې په موده کې تر یادو هېوادونو ورسېږي.
د افغانستان د سوداګرې او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، د اوسني سرپرست حکومت په راتګ سره فساد او مافیا له منځه تللې او هغه ۲۵ سلنه پیسې چې یوه سوداګر د خپل امنیت لپاره لګولې، اوس نه لګول کېږي.
دی وایي، سرپرست حکومت دې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره داسې یو کوريډور جوړ کړي، لکه اروپا چې له دغو هېوادونو سره لري.
هغه زیاته کړه، که د افغانستان صادرات په اوسنۍ بڼه دوام ومومي، ښایي د روان ۱۴۰۱ کال تر پایه د صادراتو کچه دوه میلیارد امریکایي ډالرو ته ورسېږي.
نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې د هېواد صادراتو ته پراختیا ورکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرتالله جمال وویل، د افغانستان تولیدات ښه کیفیت لري، نو ځکه په نړۍ کې له ښه شهرته برخهمن دي.
هغه د افغانستان ټولو سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له دوی ملاتړ کوي.
نوموړي له هېوادوالو څخه وغوښتل چې د بهرنیو تولیداتو پر ځای دې کورني تولیدات وکاروي.
Views: 105