Pajhwok Afghan News

د میدان وردګو د چک ولسوالۍ د «د مسجد درې» اوسېدونکي د لارې له خرابوالي شکایت کوي

میدان‌ښار (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د «مسجد درې» اوسېدونکي وایي، دغې درې ته غځېدلې لاره خرابه ده او دوی نشي کولای په اسانه پرې تګ راتګ وکړي.

یاده دره چې له مرکز څخه ۸۵ کیلومتره لرې موقعیت لري او له ۳۰۰ څخه ډېرې کورنۍ پکې ژوند کوي، خلک یې د لارې له خرابوالي سر ټکوي.

دوی وایي، د ژمي په موسم کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي او نشي کولای چې د نورو اړتیاوو ترڅنګ، خپل ناروغان پر وخت تر روغتون پورې ورسوي.

هغوی له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې پاملرنه وکړي او د حل په موخه یې کوټلي ګامونه واخلي.

د یادې درې یوه اوسېدونکي غلام حبیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی سیمې ته غځېدلې غرنۍ لاره ورستیو سېلابونو سخته ویجاړه کړې او دوی پرې په اسانه سفر نشي کولای.

هغه وویل: «لار ډېره خرابه ده، عادې موټرونه ورباندې سفر نشي کولای، له سختو ستونزو سره مخ یو.»

د همدې سیمې یو بل اوسېدونکی حضرت محمد بیا وایي چې د لارې خرابوالي له امله خپل ناروغان پر وخت تر روغتیایي مرکزونو نشي رسولای او له همدې امله ډېر وخت ناروغان له بد وضعیت سره مخ کېږي.

نوموړی زیاتوي، دغې درې ته غځېدلې لاره سخته خرابه ده او هیڅ حکومت یې تر دې دمه رغولو ته پاملرنه نه ده کړې.

 ده وویل: «ځیني وختونه د درې خلک په اشر لږ- لږ کار ورباندې کوي، خو امکانات نشته او رغول یې د دوی له توان لوړه خبره ده.»

د چک ولسوالۍ د پوهنې امریت یو غړی محمد حامد بها هم وایي چې د دغې ولسوالۍ اړوند د مسجد، سیاب او عربانو درې اوسېدونکي د لارو خرابوالي له امله د ستونزو ډک ژوند لري.

هغه وویل، د ژمي په موسم کې هلته زیاتې واورې ورېږي او ډېر وخت دغو سیمو ته تللې لار په بشپړه توګه بندېږي.

ده وایي: «حکومت باید د دغو لرې پرتو سیمو د اوسېدونکو ستونزو ته پاملرنه وکړي او د حل لپاره یې جدي اقدام وکړي.»

د میدان وردګو د ټولګټو چارو رییس مولوي شفیع‌الله احمد بیا وایي چې د دغه ولایت ټولو سیمو ته غځېدلې لارې تېرو سېلابونو سختې ویجاړې کړې او دوی تر یوې کچې دغه لارې بېرته رغولې دي.

نوموړی د خلکو ستونزې پرځای بولي خو وایي، هڅه کوي چې د اساسې او لویو لارو د رغولو ترڅنګ دا ډول د لرو سیمو لارې هم ورغوي.

هغه وویل: «زموږ ولایت ډېرې غرنۍ درې لرې او لارې یې خرابې دي، خو موږ به په خپل وار سره د دغو لارو رغولو ته پاملرنه کوو او رغوو به یې.»

د میدان وردګو د چک ولسوالي چې ډېره برخه یې غرونو نیولې او ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه بوخت دي، د ورستیو طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي او د لرو سیمو اوسېدونکي يې له ستونزو ډک ژوند لري.

Views: 538

Exit mobile version