ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ پولیس په دغه ولایت کې د یوه مشهور غله له وژل کېدو خبر ورکوي

د بلخ پولیس په دغه ولایت کې د یوه مشهور غله له وژل کېدو خبر ورکوي

author avatar
27 Nov 2022 - 14:42
د بلخ پولیس په دغه ولایت کې د یوه مشهور غله له وژل کېدو خبر ورکوي
author avatar
27 Nov 2022 - 14:42

مزارشريف (پژواک، ٦ لېندۍ ١۴٠١): د بلخ امنيه قومانداني وايي، په دغه ولايت کې «مشهور غل او اختطاف‌کوونکی» احسان له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوى دى.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د بلخ د امنيې قوماندانۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه وايي چې تېره شپه ١١:٣٠ بجې «مشهور غل او اختطاف‌کوونکى» احسان د اوومې امنيتي حوزې له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې احسان د ولسي جرګې پخواني غړي اسدالله شريفي له نږدې کسانو او قوماندانانو څخه و.

سرچينه زياتوي چې د بلخ ولايت مشهور ډاکټر اسدالله شارق هم د احسان له لوري وژل شوى و.

د يادونې ده چې شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې په بلخ کې مشهور ډاکټر اسدالله شارق له تښتولو وروسته ووژل شو.

Views: 513

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.