Pajhwok Afghan News

زابل کې تورې غاړې ته ورته ناروغۍ د دوو ماشومانو ژوند اخیستى

کلات (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۱ ): د زابل د عامي روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې په یوه ورځ دوه سوه کسان تورې غاړې ته پر ورته ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دى.

د زابل د عامي روغتیا رییس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي پژواک ته وویل چې د دغه ولایت د سیوري ولسوالۍ اړوند په ښالم، سلام‌خېل، ښادي، محمدکريم او نيک‌ محمد‌خېلو کليو کې تورې غاړې ته ورته ناروغي خپره شوې او تر اوسه ٢٠٠ کسان پرې اخته شوي دي.

نوموړی وايي، تر اوسه د يادې ناروغۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.

ده وويل چې روغتيايي ټيمونه سيمې ته رسېدلي او خلکو ته يې د واکسين تطبيق پيل کړى، څو له خپرېدو يې مخنيوی وشي.

بل لورته، د کلات ښار يو ډاکټر زمري سلطان پژواک ته وويل، توره غاړه (سياه سرفه) هغه ناروغي ده چې له دوو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کېږي.

هغه وايي، د دې ناروغۍ نښې زکام، له سترګو اوښکې بهېدل، پرنجى او غږ لرونکى ټوخى دى.

ده وويل، که ماشومانو ته پر وخت واکسين وشي نو له دې ناروغۍ څخه يې مخنيوی کېږي.

د يادونې ده چې څه موده وړاندې هم د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې ٦٠ ماشومان پر يادې ناروغۍ اخته شوي وو.

Views: 165

Exit mobile version