جلالاباد (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): په ننګرهار کې د ملي دفاع وزارت مسوولين وايي، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې سلګونه کيلوګرامه نشهيي توکي یې ترلاسه کړي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قولاردو وياند مولوي وحيدالله محمدي، نن (د لېندۍ ۸مه) پژواک اژانس ته وويل، د دغه قولاردو اړوندو ځواکونو پرون د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پاکستان ته د نشهيي توکو د قاچاق مخه نيولې ده.
هغه زياته کړه، يادو ځواکونو د کشفي راپورونو پر بنسټ، د ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې په کڅونو سيمه کې څلور کسان نیولي چې غوښتل يې سلګونه کيلوګرام چرس پاکستان ته قاچاق کړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او ډېر ژر به يې دوسیې د څېړنو او قانوني اجرااتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته واستول شي.
د ننګرهار هسکه مېنه له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه پرته ولسوالي ده چې ډېر وخت د نشهيي توکو، وسلو او لرګيو قاچاق له همدې لارې کېږي.
Views: 55