اټلانټا (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۱) : د پاکستان مشهور دیني عالم مفتي تقي عثماني ویلي، د شریعت نفاذ مهم دی خو د دې لپاره وسلهوالې مبارزې ته اجازه نشته.
د پاکستان جیو تلویزیون د لېندۍ په ۹مه، خبر ورکړی چې نوموړي دا څرګندونې نن (چهارشنبه) په کراچۍ ښار کې د سود په اړه یوه سیمینار ته په وینا کې کړې دي.
هغه ويلي، له پاکستان څخه د سود د له منځه وړلو لپاره باید ټول په ګډه خپل غږ اوچت کړي.
مسلمانوں کے مختلف مکتبہ فکر میں سود سے متعلق کوئی اختلاف نہیں ہے، بلاسود بینکاری کو عملی طور پر لاگو کیا جائے: مفتی تقی عثمانی
تفصیلات جانیں:https://t.co/XXCbn05AY4 pic.twitter.com/uxliJhWB4D— Geo News Urdu (@geonews_urdu) November 30, 2022
د مفتي تقي عثماني په وینا، ټول هغه مسلمانان چې د هر ډول نظر او فکر خاوندان دي، د سود په اړه هیڅ اختلاف نه لري او په بانکونو کې د سودي معاملاتو له منځه وړل غواړي.
هغه زیاته کړې: «د شریعت نافذول ډېر مهم دي، خو د دې لپاره وسلهواله مبارزه جایزه نه ده.»
د یادونې ده چې د پاکستان یوې شرعي محکمې څه موده مخکې د سودي معاملاتو او کاروبار پر ضد فتوا ورکړې وه.
بلخوا، د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار یاد کنفرانس ته په خپله وینا کې ويلي، که وغواړي په پنځو کلونو کې پاکستان له سود څخه پاک کولی شي.
د هغه په خبره، حکومت یې د شرعي محکمې د پرېکړې هرکلی کوي او د اسلامي بانکولۍ د نظام فعالولو لپاره به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
Visits: 2145
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن