ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: ټول افغانان د درناوي، برابرۍ او ازادۍ وړ دي

يوناما: ټول افغانان د درناوي، برابرۍ او ازادۍ وړ دي

author avatar
1 Dec 2022 - 15:48
يوناما: ټول افغانان د درناوي، برابرۍ او ازادۍ وړ دي
author avatar
1 Dec 2022 - 15:48

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱): يوناما وايي، افغانستان د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه لاسلیک کړې او د دغې اعلامیې هرې مادې ته باید درناوی وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) نن په خپل ټوېټر کې ليکلي، د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړۍواله ورځ ده چې د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې  له ۷۵ کلیزې سره برابره ده.

سرچينه زياتوي: «افغانستان د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه لاسلیک کړې؛ د دغې اعلامیې هرې مادې ته باید درناوی وشي او ټول افغانان د کرامت، برابرۍ او ازادۍ مستحق دي.»

د یادونې ده، د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۴۸ زېږدیز کال د ډسمبر په لسمه نېټه، د بشري حقونو نړۍواله اعلاميه خپره كړه چې له مخې يې، ټول انسانان د دين، ژبې، توكم او رنګ له توپيرونو پرته ازاد وبلل شول.

سرچينه ليکي، افغانستان د هغو لومړنيو هېوادونو له ډلې څخه دى چې په ۱۹۴۸ زېږدیز كال كې يې د ملګرو ملتونو سازمان غړيتوب ترلاسه کړ او د بشري حقونو اعلاميې ته يې مثبته رايه ورکړه.

Views: 147

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.