کابل (پژواک، ١١ لېندۍ ١۴٠١): د کرکټ ملي لوبډله له سريلانکا سره تر سياليو کولو ورسته بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ نن په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې افغان کرکټ ملي لوبډله له سريلانکا سره تر سياليو کولو وروسته نن سهار هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان او سريلانکا ترمنځ د تېرې نومبر مياشتې په ٢٥مه، ٢٧مه او ٣٠مه درې يوه ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې چې لومړۍ لوبه افغانستان وګټله، خو دويمه لوبه د باران له امله مساوي پاى ته ورسېده.
دغهراز درېيمه لوبه بيا سريلانکا وګټله چې په همدې بڼست د دغو لوبو لړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ مساوي پاى ته ورسېده.
د يادونې ده، افغانستان د يادو سياليو په ترسره کولو سره وکولاى شول چې د ٢٠٢٣ کال نړۍوال جام ته لاره پيدا کړي.
Views: 154