ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت یوه لوړپوړي پلاوي پامیر ته سفر کړی

د عامې روغتیا وزارت یوه لوړپوړي پلاوي پامیر ته سفر کړی

author avatar
3 Dec 2022 - 11:14
د عامې روغتیا وزارت یوه لوړپوړي پلاوي پامیر ته سفر کړی
author avatar
3 Dec 2022 - 11:14

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت یوه لوړپوړي پلاوي د لومړي ځل لپاره د بدخشان ولایت پامیر اوسېدونکو ته د روغتیایي خدماتو رسولو په موخه دغې سیمې ته سفر کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمداسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوی، د پامیر اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو رسولو په موخه دغې سیمې ته تللی دى.

سرچینې لیکلي، یاد پلاوي په پامیر کې د مېشت قرغز قوم روغتیايي حالت له نږدې لیدلی، د سیمې د اوسېدونکو وړاندیزونه یې اورېدلي او ډاډ یې ورکړی چې د پامیر اوسېدونکو لپاره به لا ښه عصري او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي محمداسحق صاحبزاده ویلي چې دغه وزارت د هېواد په ټولو لرو سیمو کې منصفانه او پر عدالت ولاړ روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، دا لومړی ځل دی چې له دغه وزارت څخه یو لوړپوړی پلاوی پامیر ته سفر کوي.

د راپورنو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰۰ قرغز وګړي د پامیر په غرونو کې ژوند کوي.

د تاریخي روایاتو پر بنسټ، قرغز توکمي د روسیې له انقلاب وروسته دغې سیمې ته راغلي او ځیني نور یې بیا د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته د افغانستان پامیر غرونو ته کډه شوي دي.

Views: 564

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.