Pajhwok Afghan News

ټام ویست: په افغانستان کې د بشري حقونو پر اړتیاوو له جاپاني چارواکو سره وغږېدم

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، جاپان ته یې د دوه‌ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان د بشري اړتیاوو، بشري حقونو او سیاسي مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ په خپله ټويټرپاڼه ليکلي، جاپان ته يې د دوه‌ورځني سفر پر مهال د دغه هېواد بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره په افغانستان کې د بشري اړتياوو، بشري حقونو او سياسي مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي.

ویسټ ویلي: «د خوښۍ او وياړ ځای دی چې په توکیو کې مو د دوو ورځو په تېرېدو، په افغانستان کې له خپلو نږدې متحدینو سره د ګډو ګټو په اړه مشورې وکړې او جاپان له شلو کلونو راهیسې د افغانانو دوست او هلته زموږ همکار دی او موږ په سخاوتمندانه توګه د جاپان له دوامداره او فعالې ډیپلوماسۍ مننه کوو.»

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ټام ویست د لېندۍ په ۱۰مه په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین په اړه د مشورې لپاره جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په دغه اته ورځني سفر کې به چې د ډسمبر په لومړۍ نېټه پیل شوی، ټام ویست د امریکا متحده ایالتونو او افغانانو له همکارانو سره د افغانانو د حقونو خوندیتوب او ګډو امنیتي اندېښنو په اړه مشورې وکړي.

Views: 36

Exit mobile version