Pajhwok Afghan News

امریکا او بریتانیا له هند سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کوي

اټلانټا (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان ځانګړي استازي هندوستان ته په سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې وکړي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د افغانستان لپاره یې ځانګړی استازی ټایم ویسټ د هندوستان، جاپان او متحده عربي اماراتو پر سفر روان شوی دی.

هندي رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ به د دوشنبې په ورځ د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته ورسېږي او له ځایي چارواکو سره به د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

سرچینې زیاته کړې، هغه به په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او پاکستان څانګې له مسوول جی‌پي سینګ او د ملي امنیت له مرستیال سلاکار وېکرم مسري سره وګوري.

هندي سرچینو ویلي، ټام ویسټ به له نوي ډيلي څخه نېغ په نېغه متحده عربي اماراتو ته ځي او د دغه هېواد له چارواکو سره هم د افغانستان په تړاو خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت دفاع وزیر ملا محمدیعقوب مجاهد هم نن اماراتو ته روان شوی او تر هغه مخکې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم دغه هېواد ته رسېدلی دی.

بلخوا ټاکل شوې چې افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی نېګیل کاسي هم روانه اونۍ نوې ډیلي ته ورسېږي او له ځایي چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې وکړي.

Views: 175

Exit mobile version