کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار ۱۶مې امنيتي حوزې مربوطاتو کې يې يو کس له انسانتښتوونکو ژغورلی او یو تښتوونکی هم نیول شوی دی.
د کابل ښار ۱۶مې امنیتي حوزې جنايي مدير مولوي الماس وايي، د يادې حوزې اړوند په قلعه شورا سيمه پوليسو يو انسانتښتوونکی نيولی او یو تښتول شوی کس یې هم د هغوی له بنده راخوشی کړی دی.
هغه زياتوي، اقبال چې په فواد مشهور دی، د يو لړ ځانګړو عملياتو پر مهال د انسانتښتوونکو له بنده راخوشی شوی او ورسره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
اقبال وايي، څه موده مخکې د خپلې ترور زوی هټۍ ته ورغی چې په وينا يې، هلته څلور ناپېژاند کسان ورغلل، له دوو سره وسلې وې، سترکې يې ور وتړلې او د تورو ښیښو لرونکي موټر کې يې ناڅرګند ځای ته ولېږداوه.
هغه زياتوي: «لس ورځې له دوی سره وم، هر لور ته ان تشناب ته د تلو پر مهال يې سترګې راتړلې، ډېر سخت يې ووهلم.»
د یادونې ده، د لېندۍ په ۱۰مه هم د کابل امنیتي مسوولینو ويلي وو چې د دغه ښار درېيمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې دوه کسان د جعلي پاسپورټونو جوړولو او یو بل د غلا په تور نیول شوي دي.
Views: 116