کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، په را روان ژمي کې به په افغانستان کې له ۱۱۲ زره اړو کورنیو سره نغدي مرستې کوي.
یونیسف نن (یکشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه مرستې به د بریتانیا او جرمني د دوو موسسو په همکارۍ اړو کسانو ته ورکړل شي.
سرچينې لیکلي، په پام کې لري چې د را روان ژمي پرمهال په افغانستان کې له ۱۱۲۰۰۰ اړو کورنیو سره نغدي مرسته وکړي.
یونیسف نه دي ویلي چې له یادو ۱۱۲ زره کورنیو سره به څومره مرسته وکړي.
دغهراز یونیسف د لېندۍ په لومړۍ نېټه هم په یو ټویټ کې ویلي وو چې په سږني ژمي کې په افغانستان کې له ۱۱۱ زره کورنیو سره نغدي مرسته کوي.
Views: 109