کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان رېلپټلۍ ادارې او د قزاقستان یوه خصوصي شرکت ترمنځ د دوو کلونو لپاره د څه باندې ۸ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت، د حیرتان رېلپټلۍ د تخنيکي چارو پرمخ وړلو تړون لاسلیک شو.
دغه تړون نن (دوشنبه) په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، د یادې ادارې مسوولینو او د قزاقستان د فاتح منصور شرکت استازو ترمنځ لاسلیک شو.
د افغانستان رېلپټلۍ ادارې سرپرست ملا بختالرحمان شرافت وویل، منصور فاتح شرکت ته د دوو کلونو لپاره د حیرتان اوسپنې پټلۍ د تخنيکي چارو پرمخ وړلو په موخه، ۸ میلیون ۳۷۵ زره او ۶۶۴ امریکایي ډالر د افغانستان حکومت له خوا ورکول کېږي.
دی وایي، یاد شرکت به د حیرتان- مزارشریف د رېلپټلۍ تخنیکي (د لوکوموتیونو او تخنیکي متخصصینو روزلو) چارې پرمخ وړي او د پټلۍ مدیریت به د افغانستان د رېلپټلۍ ادارې په واک کې وي.
د هغه د معلوماتو پربنسټ، د حیرتان- مزار اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو او ساتنې او مراقبت وروستی تړون په ۲۰۲۱ کې شوی و چې لګښت يې ۱۸ میلیون امریکایي ډالر و.
نوموړی وايي، د حیرتان- مزار رېلپټلۍ له لارې هره میاشت ۴۰۰ زره مټریک ټنه توکي وارد او صادرېږي چې په ټوله کې ۳۶۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کېږي.
د منصور فاتح شرکت استازي بیسن بای مخانوف وویل، هڅه کوي چې افغاني انجنيران په دغه برخه کې په سمه توګه وروزي، څو دغه هېواد پر خپلو پښو ودرېږي.
دی وایي، د دوی په روزنې سره به افغانستان د رېلپټلۍ په برخه کې د یوه ښه تخنیکي ټیم خاوند شي او نور به اړتیا ونه لري چې د نورو هېوادونو له تخنیکي ټیمونو ګټه واخلي.
د افغانستان د رېلپټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع دراني د پژواک خبري اژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د حیرتان رېلټلۍ له لارې هېواد ته د منځنۍ اسیا له هېوادونو نفتي او غیر نفتي توکي واردېږي او له دغې لارې له افغانستانه یادو هېوادونو ته د صادراتو ډېره برخه وچه مېوه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP