Pajhwok Afghan News

ملا یعقوب: ټول افغانان حق لري په نظام کې برخه ولري او خدمت وکړي

اټلانټا (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب د ټولو افغانانو ترمنځ پر زغم، اتحاد او یووالي د ټینګار ترڅنګ ویلي چې ټولو قومونو ته به په حکومت او سیاست کې برخه ورکړل شي.

د ملي دفاع وزارت له خوا د لېندۍ په ۱۳مه خپره شوې یوه خبرباڼه کې راغلي چې سرپرست وزير مولوي محمدیعقوب “مجاهد” نن په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو يو شمېر افغانانو سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزير هلته د مېشتو هېوادوالو ستونزې واورېدې او د هغو پر حل یې د ټینګار ترڅنګ وويل: «افغانستان د ټولو افغانانو کور دی؛ که هغه دننه په هېواد کې وي او که بهر، باید په افغانستان کې پانګونه وکړي او موږ ټول باید د هېواد په ودانولو او پرمختګ کې ونډه واخلو.»

هغه وویل، د هېواد د ټولو سرحدونو امنیت یې ټینګ کړی، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې یوه لوېشت هم د افغانستان خاوره لاندې کړي، د خپل سر په قیمت او په هر قیمت به یې ساتي.

هغه زیاته  کړه: «په همدې وطن کې به مو ژوند او مرګ وي، ټول وخت به په همدې وطن کې اوسېږي او د خپلو افغانانو په خدمت کې یو.»

مولوي یعقوب وویل، د ټولو ستونزو هوارولو لپاره تر خپل وسه هڅې کوي او  له ټولو افغانانو هم هیله لري چې له اسلام وروسته وطن ته ترجیح ورکړي؛ که له وطن سره لیونی مینه ونه لري او هر یو یې خدمت خپل مسوولیت ونه ګڼي، دا وطن نه جوړیږي.

هغه زیاته کړه، پردي خلک وطن نه جوړوي؛ هغوی یواځې د  وطن د بربادۍ لپاره راځي، ځیني نمایشي کارونه کوي، خو تلپاتې کارونه یې نه دي کړي.

مولوي یعقوب وویل: «پردیو ته باید انتظار ونه کړو، خپل وطن په خپله جوړ کړو.»

هغه د افغانانو ترمنځ د یو بل پر زغملو، اتحاد او یووالي ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان ټولو قومونو، توکمونو او وګړو ته به په سیاست او هره برخه کې ونډه ورکړل شي.

نوموړي دغه راز په دې وینا کې په سرپرست حکومت کې د ټولو افغانانو پر ګډون ټينګار وکړ.

د ملي دفاع سرپرست وزیر وویل: «د افغانستان هر وګړی که هغه د هرې ژبې، هر ولایت، هر قوم یا هر لوري وي هم، باید په اقتصاد کې، هم په نظامي او هم په سیاست کې برخه ورکړل شي، هر افغان چې په هره برخه کې خدمت کوي، په دوی دروازې نه دي تړل شوې او موږ دې ته کار کوو چې دا زمینه لا برابره شي.»

مولوي یعقوب مجاهد په دې ناسته کې پر خلکو هم غږ وکړ چې د هغو کسانو پر وړاندې ودرېږي چې د ده په وینا، د ملي‌ ګټو ضد دي‌ او بهرنۍ اجنډاوې پلې کوي.

هغه په افغانستان کې پر ځینو ستونزو هم اعتراف وکړ او په وینا یې، د هغو ستونزو او مجبوریتونو له کبله چې په هېواد کې شته، چا ته نه شي ویلی چې د افغانستان پر پولو له هومره کړاوونو سره سره ولې له وطنه وځي.

هغه پر سوداګرو غږ وکړ چې د فابریکو، روغتونونو او نورو بنسټونو په جوړولو کې خپل مسوولیت ادا کړي او دا چې په دې برخه کې هېواد ته کار نه دی شوی، ټول مسوول دي.

Views: 1215

Exit mobile version