ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عامې روغتیا وزات: په هېواد کې ۸۵ زره ښځې پر نشه‌یي توکو روږدې دي

عامې روغتیا وزات: په هېواد کې ۸۵ زره ښځې پر نشه‌یي توکو روږدې دي

author avatar
7 Dec 2022 - 16:50
عامې روغتیا وزات: په هېواد کې ۸۵ زره ښځې پر نشه‌یي توکو روږدې دي
author avatar
7 Dec 2022 - 16:50

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، په هېواد کې د ۸۵ زره ښځو په ګډون ۳،۵ میلیونه کسان په نشه یي توکو روږدي دي.

په کابل کې نن د معتادینو له زربستریز روغتونه ۲۵۰ روږدي کسان له ۴۵ ورځو درملنې وروسته رخصت شول.

دغه راز د یادې موضوع په تړاو جوړې شوې غونډه ته د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي اسحاق صاحبزاده وویل چې په تېر یو کال کې د ۲۷ زره روږدو کسانو درملنه شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دغو روږدو کې ۸۲۰ داسې کسان هم شامل وو چې په ماشومتوب کې له کوره ورک او په نشه یي توکو روږدي شوي وو خو له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

نوموړي وویل چې نن په کابل کې د معتادینو له زر بستریز روغتونه ۲۵۰ کسان له درملنې وروسته رخصت شول او د شاوخوا ۱۱۰۰ نورو کسانو درملنه روانه ده.

په یاده غونډه کې د کابل د صنایعو او کانونو خونې مرستیال ظریف‌ګل ځدراڼ وویل، که حکومت په کابل کې صنعتکارانو او فابریکو ته امکانات برابر کړي نو دوی به دغه درملنه شوي کسان پر دندو وګوماري.

نوموړي وویل: «بدبختانه که ووایم دا اوس موږ د کابل په ټولو صنعتي پارکونو کې برېښنا نه لرو، زمونږ برېښنا پردۍ ده او هر وخت یې چې وغواړي پر موږ یې قطع کوي.»

ځدراڼ له حکومته غوښتنه وکړه چې فابریکو ته دې له خپلو داخلي سرچینو برېښنا برابره کړي څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

همدارنګه په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس احمد سیار پاڅون وویل چې په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د معتادینو لپاره لس زره بستریز روغتون پرانیستل شي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه روغتون کې به روږدو کسانو ته د درملنې ترڅنګ مسلکي زده کړې هم ورکول کېږي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک ته وویل چې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د سروې پر اساس په افغانستان کې ۳،۴ میلیون کسان پر نشه یي توکو روږدي دي چې له دې ډلې ۸۵ زره يې ښځې دي.

نوموړی وایي چې په هېواد کې ۶۰ د معتادینو د درملنې مرکزونه شته چې لس یې ښځو ته ځانګړي شوي او اوس مهال شاوخوا ۸۰۰۰ کسانو درملنه په کې روانه ده.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د اعتیاد مخنیوي په خاطر د سږ کال  لپاره د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ګلبدین نایب خپل سفیر وټاکه.

Views: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.