کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومان ملاټر صندوق (یونیسف) وايي، په راتلونکي میلادي کال کې به شاوخوا اته سوه ۷۵ زره افغان ماشومان د ډېر ډنګروالي له امله په ځور کې وي.
یونیسف دغه موضوع تېره ورځ (سهشنبه) په یوه ټویټ کې لیکلې ده.
یادې ادارې لیکلي: «موږ بېړني ملاتړ ته اړتیا لرو څو په راتلونکي کال کې د دغو ماشومانو درملنه او مخکې له دې چې په خوارځواکۍ اخته شي، د هغې مخنیوي کې مرسته وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم یونیسف ویلي وو، په تېر یو کال کې یې د هغو ۴۵۷ زره ماشومانو درملنه کړې چې له سختې خوارځواکي سره مخ وو.
Views: 6