فراه (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): په فراه ښار کې د موټرسایکلبم په وسیله چاودنه شوې چې د مسوولینو په وینا، یوازې بریدکوونکی په کې ټپي شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
د عبدالله په نوم د پېښې یوه عیني شاهد پژواک ته وویل، شاوخوا ۱۱ بجې دوی په ښار کې روان وو چې چاودنه وشوه.
هغه وویل چې یوازې یو کس يې ولید چې دواړه پښې يې پرې شوې وې او د چاودنې په سیمه کې پروت و، خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
بلخوا د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي سباوون هم پژواک ته پېښه تایید کړه خو زیاته يې کړه چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په چاودنه کې یوازې بريدکوونکی ټپي شوی او نور چا ته زیان نه دی اوښتی.
Views: 25